د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل : برمته شوې جرمنۍ خوشې شوه


په کابل کې د جي ايي زیډ موسسې په وړاندې امنیتي چارواکي ولاړ دي.
په کابل کې د جي ايي زیډ موسسې په وړاندې امنیتي چارواکي ولاړ دي.

راپورنه وايي د جرمني خیریه موسسې یوه ښځينه کارمنده چې څه موده مخکې په کابل کې تښتول شوې وه خوشې شوې ده.

د جي آی زید په نوم جرمنۍ خیریه موسسې هم تایید کړه چې د خوشي شوي ښځي وضعیت ښه دی.

دا برمته شوې ښځه چې تر دا مهاله یې نوم نه دی څرګند شوی د روان م کال د اګست په ۱۷ په کابل ښار کې د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوې وه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانګ والتر شتاین مایر پرون په ایران کي وویل دیاد خبر په اوریدو یې خوښي څرګنده کړې او دافغان چارواکو یې مننه کړې چې دغه مېرمن یې په سلامتۍ سره را خوشي کړي ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندي د روان کال په اپریل میاشت کې د نوموړې موسسې یوه بله ښځینه کارمنده په کندز کې د ناڅرګندو کسانو له خوا وتښتول شوه چې تر څلویښت ورځو برمته کیدو وروسته را خوشي شوله.

تر اوڅه دا خبره سپینه شوې نه ده چې دغه جرمنۍ مېرمن چا تښتولې وه او څنګه او د کومو شرایطو سره خوشې شوه.

XS
SM
MD
LG