د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د قبایلي سیمو بې کوره خلک دي تر ژمې وړاندې ستانه کړل شي"


د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو ماشومان
د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو ماشومان

د پاکستان د سرحدونو او قبابلي چارو لپاره د سینیټ قايمه کمیټۍحکومت ته ویلي چې د ژمي تر راتګ وړاندې دې له قبایلي سیمو بې کوره کړل شوي خلک خپلو سیمو ته ستانه کړي.

اسلام اباد: د پاکستان د سرحدونو او قبابلي چارو لپاره د سینیټ قايمه کمیټۍحکومت ته ویلي چې د ژمي تر راتګ وړاندې دې له قبایلي سیمو بې کوره کړلشوي خلک خپلو سیمو ته ستانه کړي.

دا غوښتنه د جمعې په مازیګر په اسلام اباد کې د یادې کمېټۍ په غونډه کې شوې ده چې مشري یې سنېټر هلال الرحمان کوله.

په دې غونډه کې د پاکستان د سرحدونو او قبایلي چارو – سېفران – وفاقي وزیر او په قابلي سیمو کې د پرمختګ د چارو ادارې – فاټا سیکرټیریټ – چارواکوهم ګډون درولود.

د سرحدونو او قبابلي چارو لپاره قايمه کمیټۍ د حکومت او فاټا سیکرټرېټ چارواکو ته وویل چې د شمالي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو د بې کوره کړل شوو خلکو له خوا یې شکایتونه ترلاسه کړي دي چې د حکومت له پلوه د نه پاملرنې له کبله له ستونزو سره مخامخ دي.

خو د سېفران وفاقي وزیر او فاټا سیکرټیریټ چارواکو وویل چې دوی له بې کوره کړل شوو خلکو سره ټولې ممکنې مرستې او همکارۍ کوي.

تر دې غونډه وروسته د یادې کمیټۍ یو غړي سینټر تاج محمد اپریدي مشال راډیو ته وویل چې دوی له حکومته غوښتتنه وکړه چې بې کوره کړل شوي خلک دي تر ژمي وړاندې خپلو سیمو ته ستانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو خلکو مشرانو په وار وار د جرګو له لارې له حکومته غوښتنه کړېده چې دوی دي ژر تر ژره خپلو سیمو ته ولېږل شي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې پر پنځلسمه نېټه په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي وو چې لا هم روان دي.

د دې عملیات له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شو چې زیارتره د خیبر پښتونخوا په بنو او د افغانستان په خوست کې مېشت دي.

د دې بې کوره کړل شوو خلکو مشرانو په وار وار له مشال راډیو سره د مرکو پر مهال ویلي چې د پوځي عملیاتو له کبله د دوی کورونه او کاروبارونه لا خو له منځه تللي او لا هم په پراخه کچه زیانمن شوي دي.

د دوی په وینا ، د قبایلي سیمو پر نامه چې نړۍ پاکستان ته کومې مرستې ورکوي هغه د قبایلي سیمو خلکو ته نه رسېږي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG