د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د ترکی له چارواکو سره د شام په اړه خبرې کړي


د روس دفاع وزارت وايي، د ترکيې له پوځ سره يې په شام کې د روس د پوځي الوتکې په اړه نېغ په نېغه رابطه کړې ده.

دا له هغې څو ساعته وروسته دې چې ترکي یوه ناپېژندلې بې پيلوټه الوتکه هغه وخت وويشته چې له شامڅخه د ترکي هوايي حدودو ته ننوته.

په همدې حال کې د روسی د بهرنېو چارو مرستیال وزير ميخايل بوګدانوف ويلي چې دی به په استانبول کې د اکتوبر پر ۱۸ له ترکي چارواکو سره ، سلا وکړي.

ترکي چارواکو د بې پيلوټه الوتکې د لوېدو ځای ته د پلټنې يوه ډله لېږلې ده تر څو معلومه کړي چې دا الوتکه چې د ترکي له کيليس نومي ښار سره نيږدې ولوېده، چا چلوله.

دغه ځای د شام له پولې څخه درې کيلو متره او د شام د شمالي ښار حلب څخه نوي کيلو متره ليري دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG