د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: بمي چاودنې دوه کسان ټپیان کړي دي


د افغانستان په ننګرهار کې د شنبې پر سهار بمي چاودنه شوې چې دوه کسان یې ټپيان کړي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول احمدضیاعبدالزي مشال راډیو ته وویل چې د سړک غاړې د ماین دا چاودنه نن سهار لس نیمې بجې د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې وشوه.

د ښاغلي عبدالزي په خبره د دې ماین چاودنې هدف د ننګرهار د امنیې قومندانۍ د بشري حقونو مدیر و چې هغه روغ رمټ دی خو دوه پولیس ساتونکي یې ټپيان دي.

چاد دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG