د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې دوه کسان وژل شوي دي


د خېبر پښتونخوا د سوات تاسيل بريکوټ په نوي کلې کې يو هلک او جينۍ د غيرت په نامه وژل شوي دي.

د بريکوټ غاليګي تاڼې يوه پوليس چارواکي سليم خان د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل چې بېګا شپه يو تن تاڼه کې رپورټ درج کړ چې د هغه لور او يو بل تن په کور دننه په ډزو ويشتل شوي دي.

پوليس وايي هلک او جينۍ دواړو په روغتون کې سا ورکړه.

پوليس زياتوي چې د وژل شوې جينۍ د ورور خلاف د قتل مقدمه درج کړل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG