د ترکيې پوځ وايي، د شام پولې ته نږدې يې د خپل هيواد په حدودو کې يوه نامالومه الوتکه ويشتلې ده.
پوځ نن په يوه ليکلي بيان کې ويلي چې دغه نامالومه الوتکې د دوی درو خبرداريو ته هيڅ ځواب ورنکړ چې بيا وروسته د دې هيواد له پوځي اصولونو سره سم وويشتل شول.
يو ناپېژندل شوي ترکي پوځي چارواکي رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې دا يو ډرون الوتکه وه.
د ناټو ايتلاف غړي هيواد ترکيې په وار وار دا شکايت کړی چې په شام کې بمبارۍ کوونکي روسۍ الوتکي د دوی د فضايي حدودو سرغړونه کوي.
د ترکيې د واکمن ګوند يو وياند د اکتوبر پر اوومه ويلي و چې انقره د ترکيې په فضايي حدودو کې د روسي الوتکو ننوتنه يو ګواښ ګڼي.