د لاسرسي ځای

پاکستان او روسیې د ګیس نلیلکې غځولو تړون لاسلیک کړ


پاکستان او روسیې له کراچۍ تر لاهوره د مایع ګیس نلیلکې غځولو تړون لاسلیک کړی دی.

د پاکستان د تېلو او ګیس وزارت بیان وايي، د اېل اېن جي یا مایع ګیس د دې پروژې تړون نن د جمعې پر ورځ په اسلام اباد کې د تېلو وزیر شاهد خاقان عباسي او د روسیې انرژۍ وزیر الېکساندر نوواک لاسلیک کړ.

بیان وايي، پر دې ۱۱۰۰ کیلومیټره اوږد پایپلاین به دوه اربه امریکايي ډالره لګښت راځي چې روسیه به یې په غاړه اخلي دا نلیلیکه به تر ۲۰۱۷ز کاله جوړه کړل شي.

XS
SM
MD
LG