د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې پټ شوی افغان پوځي افسر نیول شوی


امریکايي چارواکي وايي، هغه افغان پوځي افسر یې نیولی چې تېره میاشت په مونټانا ایالت کې د روزنې پر مهال پټ شوی وو.

یوه سرحدي پولیس کرېګ ډف وویل، د طنین په نوم دې کس ((لومړی دعوه وکړه چې د منګولیا دی. خو چې وروسته ترې پوښتنې وشوې نو ویې منله چې افغان دی.))

چارواکي وايي، د طنین امریکايي ویزه تر هغې وروسته منسوخ کړل شوه چې نوموړی تېره میاشت له یوه بل افغان پوځي افسر سره د روزنې پر مهال پټ شوی وو.

ډف وايي، طنین دا نه دي ویلی چې چېرې روان وو او د ګرفتارۍ پر وخت یې مزاحمت هم ونکړ.

ده زیاته کړه چې طنین د سیاسي پناه غوښتنه هم نه ده کړې. نوموړی دا مهال په ګرېټفالز سیمه کی دی چې سالټ لېک ښار ته به وړل کېږي او بیا به افغانستان ته لېږدول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG