د لاسرسي ځای

د قبایلي سیمو سیاسي مشرانو د احتجاجي ناستې اعلان کړی


د قبایلي سیمو سیاسي اتحاد د روانې میاشتې پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د پارلېمان مخې ته د احتجاجي ناستې اعلان کړی.

تېر مازیګر په پېښور کې تر غونډې وروسته د اتحاد مشرانو وویل، د احتجاج موخه پر وفاقي حکومت فشار اچول دي چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.

د غونډې مشر عبداللطیف اپریدي مشال راډیو ته وویل، دوی به د احتجاج پر مهال له پاکستانیو واکدارانو غوښتنه کوي چې د قبایلي سیمو له ولس سره دې توپیري چلند پای ته ورسول شي.

هلته د قبایلي سیمو ځېنې مشران وايي، د هغو سیمو راتلونکي حیثیت په اړه دې له ولسه پوښتنه وکړل شي.

XS
SM
MD
LG