د لاسرسي ځای

تازه خبر

“تر نښتو وروسته د کابل او کندهار لار پرانیستل شوې”


د غزني ولایت امنیه قومندان وايي، تر څو ورځو جګړو وروسته یې بالاخره د کابل کندهار لار له وسله والو پاکه کړې ده.

د غزني ولایت امنیه قومندان وايي، تر څو ورځو جګړو وروسته یې بالاخره د کابل کندهار لار له وسله والو پاکه کړې ده.

جنرال امین الله امرخېل بېګا له مشال راډيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په نښتو کې د ځېنو قومندانانو په ګډون تر ۱۵۰ پورې وسله وال وژل شوي او ژوبل دي.

ده تور پورې کړ چې وسله والو ته په پاکستان کې روزنه ورکول کېږي.

پاکستان په بیا بیا دا ډول تورونه رد کړي. وسله والو طالبانو هم د تېرو څو ورځو په نښتو کې د افغان سرتېرو مرګ ژوبلې ادعاوې کړې دي. ازادو سرچینو لا د هېڅ لوري د دعوو پخلی نه دی کړی.

د غزني چارواکي وايي، هغه طالبان يې ټول وژلي او يا ټپيان کړي دي چې د کابل کندهار لويې لارې ته راختلي او دغه لاره يې تړلې وه.

د غزني امنيه قومندان جنرال امين الله امرخېل ادعا کوي چې په وژل شويو او ټپي شويو وسله‌والو کې د طالبانو څو تنه جنګي قومندانان هم شامل دي چې ټپيان يې دا مهال پاکستان ته د درملنې لپاره لېږل شوي دي.

جنرال امين الله امرخېل وايي، تر غزني تېره شوې د کابل کندهار لويه لاره يې د مسافرو پر مخ پرانيستې، هغه پلونه يې بېرته جوړ کړي چې طالبانو په بمونو الوځولي وو او تر دې وروسته چې هر څنګه وي، د دغې لارې د بندېدو مخه به نيسي.

XS
SM
MD
LG