د لاسرسي ځای

تازه خبر

“روس د بغداد په خوښه د اسلامي دولت ضد جنګېږي”


د روس د خارجه چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي هېواد یې د بغداد په سلا په عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې خلاف په جګړه کې مرسته کوي.

د چارشنبې پر ورځ په فن لېنډ کې لاوروف وویل دا مهمه ده چې د ترهګرۍ خلاف د عراقي حکومت او د عراق د نیمې خپلواکه سیمې کردستان د اتحاد ملاتړ وکړې شي.

نوموړي زیاته کړه چې دې لپاره په بغداد کې یو استخباراتي دفتر موجود دې کوم کې چې دا مهال د روس، عراق، ایران، او شام چارواکي په ګډه کار کوي او ټول متعلقه اړخونه ورسره هر وخت رابطه کولې شي.

د عراق د پارلیمان یو مشر غړي د تېرې نهې په ورځ وېلي وو هېواد یې د دغه استخباراتي مرکز په مرسته د اسلامي دولت ډلې خلاف بمباري شورو کړې ده.

د چارشنبې پر ورځ فن لېنډ ته د روانیدلو نه وړاندې لاوروف وویل تر دې دمه د شام نه علاوه بل کوم هېواد د روس نه نیغ په نیغه د پوځي مرستو غوښتنه نه ده کړې خو نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې په افغانستان او عراق کې هم حالات د نزدې نه څاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG