د لاسرسي ځای

امریکا د روس هغه وړاندیز رد کړې چې پکې په شام کې د پوځي همکارۍ په اړه د خبرو اترو لپاره د روس وزیراعظم دیمتري مېدوېدېف امریکا ته د تګ ویل شوي ول.

د روس ولسمشرولادیمیر پوټین په دې لړ کې د تېرې نهې په ورځ د مېدوېدېف امریکا ته د سفر وړاندیز وکړ چې د چارشنبې پر ورځ په سمدستي توګه د وایټ هاؤس ویاند جوش ارنسټ رد کړو.

امریکا او روس په شام کې جدا جدا هواي عملیات کوي او د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځه د کومې غېر ارادي شخړې د بچ کیدو لپاره وخت په وخت خبرې اترې کوي خو واشنګټن تر هغې پورې د همکارۍ په هکله خبرې اترې رد کړې څو پورې چې روس د بشارلاسد د رژیم له ملاتړ نه لاس نه وي اخیستی.

جوش ارنسټ د روس وړاندیز د نامیدۍ ګام ګرځولې بلخوا د روسي ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف د امریکا لخوا د خبرواترو د شورو کولو نه په انکار د افسوس څرګندونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG