د لاسرسي ځای

د افغان جګړې یوه امریکايي عسکر ته لوړ مډال


د امریکا ولسمشر باراک اوباما به د پوځ هغه کپتان ته د هېواد تر ټولو اوچت اېوارډ ورکوي کوم چې په ۲۰۱۲م کال کې په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه ناکامه کړي وو.

وایټ هاؤس د تېرې نهې په ورځ ويلي چې فلورینټ ګروبرګ ته به د میډل آف آنر دغه تمغه د راتلونکي میاشتې په دولسمه نیټه ورکول کېږي.

امریکايي پوځ وايي چې فلورینټ په ۲۰۱۲م کال کې د افغانستان د کنړ ولایت په اسد آباد کې ځانمرګي برید کوونکي هدف ته د رسیدلووړاندې په نښه کړي وو.

دغه بریدونه چې پکې د ناکامه کیدلو باوجود څلور امریکايي پوځیان وژل شوي وو، فلورینټ هم پکې سخت ژوبل شوې وو.

نړیوالو ځواکونو ته په افغانستان کې په ځانمرګي بریدونو کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

فورینټ لسم تن دې چې د افغانستان او عراق په جګړه کې ورته په ژوند میډل آف آنر ورکول کېږي نورو اوو پوځیانو ته د مرګه پس دغه تمغه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG