د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کندز پر روغتون بمباری کې ۹ ناروغان ورک دي"


په افغانستان کې د بې پولي ډاکټرانو نړیوال تنظیم وایي، د وروستیو څیړنو له مخې معلومه شوې ده چې په کندز کې د اکتوبر په دریمه د دوی په روغتون تر سره شوي بمباري کې د دوی دوه نور ډاکټران هم وژل شوي دي.

د دې وړاندې په دغه روغتون کېتر ۲۲ کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي وو.

د یاد روغتون ۹ ناروغان لا هم بې درکه دي.

د کندز د دغه روغتون د پېښې د حقایقو مالولو لپاره یو خپلواکه کمیشن ټاکلې شوې دې. چې د تحقیقاتو لپاره یې تیاري نیولې ده.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي، دې کمیسیون د خپل کار شورو کولو لپاره د افغانستان او امریکا حکومتونو ته خپل وړاندیز استولی دی. هلته د بې پولي ډاکټرانو تنظیمد دې کمیشن تیاري ستایلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG