د افغانستان ولسي جرګې تور لګولي چې په دغه هېواد کې له وسله والو طالبانو سره د پاکستان ملاتړ واضحه ښکاري.
د چارشنبې پر ورځ د ولسي جرګې غونډې ته د وینا په وخت دیادې جرګې مشرعبدالرووف ابراهیمي وویل امریکا ته پکار دي چې له افغانستان سره دفاعي تړون په ترڅ کې په دې هېواد کې د پاکستان د لاسوهنې مخنیوې وکړي.
بلخوا پاکستان په وار وار دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د سولې د عمل ملاتړ کوي.
په دې وروستیو کې وزیراعظم نواز شریف ویلي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د خبرو اترو بیا شورو کولو لپاره هلې ځلې کوي.