د لاسرسي ځای

پنډۍ کې د وسله والو ضد چاپه شپږ مړه


د پنجاب په تونسه کې هم

د پنجاب په تونسه کې هم

د پنجاب صوبې د راولپنډې ښار په چکري علاقه کې نن سهار وختي پولیس سره په نښته کې یو پولیس افسر په او په مشکوکو وسله والو کې یو سړی دوې ښځې هم شاملې وې وژل شوې دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د راولپنډې بیروني صدر ډي ایس پي ساجد ګوندل وویل چې د خفیه معلوماتو په بنیاد د پولیس د محکمې اهلکارانو د چکري علاقې په یو کور چاپه ووهله چې پکې دوه زنانه او یو نارینه پشمول دوه ماشومان وژل شوې دې.

د ده په وینا چې دې زنانو هم په باقاعده توګه پولیس سره مقابله کړې او حمله یې هم کړې ده.

ده وویل چې ځني کسان هم د دې علاقې نه نیول شوې دې چې تفتیش ترې روان دې خو دا لا واضحه نه ده چې د هغې وسله والو سره تعلق شته او که نه.

"په دې انښته کې دوه خو ماشومان وو. د دې نه علاوه دوه زنانه هم وې چې په باقاعده توګه هغې سره لګیا وې او حمله یې هم وکړه ، یوه چاودنه یې هم اوکړه او دې سره یو نارینه هم وو. دا کسان په دغه علاقه کې په کراې اوسیدل. د دې نه علاوه ځني کسانو نه تفتیش هم روان دې خو دا لا واضحه نه ده چې دا څوک دی"

خپلو خبرو کې نوموړي زیاته کړه چې په دې نښته کې د پولیس د ایلیټ فورس یو سب انسپکټر هم وژل شوې دې او درې نور ژوبل شوې دې.

ده دا هم وویل چې د یو پولیس اهلکار حالت د اندیښنې وړ دې.

ژوبل شوې پولیس اهلکاران د راولپنډې ضلعې هسپتال ته لیږل شوې دې.

پولیس دا دعوا هم کوي چې د مبینه وسله والو د کور نه یې وسله هم نیول ده خو تفصیل ورکولو نه یې ډډه اوکړه او دا یې هم وویل چې پولیسو لخوا د علاقې لټون روان دې.

XS
SM
MD
LG