د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستانيو فلمونو کې پر پښتنو ملنډې وهل کېږي"


ليکوال نورالبشرنويد وايي چې «د پښتنو پر رواياتو، تاريخ او کلتور د پنجاب او په ځانګړې توګه د بنيادګرو له خوا چې کوم ګوزارونه کېږي هغې اوس فلمي بڼه خپله کړې ده

اسلام اباد - له تېرې يوې مودې راهیسې په پاکستانيو فلمونو او ډرامو کښې د پښتنو پر ضد منفي خبرې خپرېږي۔ په دې اړه بېلابېل څېړنکاران او پوهان وايي چې د ډرامې يا فلم مقصد ولس ته پوهه او شعور ورکول دي نه چې يوه خاصه ټولنه يا قام په نخښه کول دي.

دا نيوکې په خاصه توګه اردو فلمونو “دختر” او“ کراچي سے لاهور” وروستو زياتې شوې، چې په تېره لنډه موده کې د سنېما پر پرده وښودل شو۔ په فلم “کراچي سے لاهور” کې يو شمېر داسې کلیپونه شته چې پښتون پکې د ټرک ډرېور او همجنسباز ښودل شوی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دغه رنګ په يو بل فلم “دختر” کې پښتون پر ښځو تېری کوونکی او د خپلې روغې جوړې لپاره د يوې لس کلنې ماشومې وادهله یوه شپېته کلن مشر سره د کولو په کردار کې ښودل شوی دی.

د پښتو ډرامو نامتو ليکوال او شاعر نورالبشرنويد وايي چې «د پښتنو پر رواياتو، تاريخ او کلتور باندې چې د پنجاب له خوا په خصوصي توګه او د بنيادګرو له خوا کوم ګوزارونه کېږي هغې اوس فلمي بڼه خپله کړې ده او دا شکل زموږ نه دی او نه مو خوښ دی بلکې دا په لوی لاس یا له کسته جوړ کړل شوی دی»

له مشال راډيو سره په خبرو کې نويد زياته کړه چې پښتون د اردو په فلمونو او ډرامو کې د ټوکو، ملنډو او خندا د يو کردار په توګه وړاندې کېږي، خو اوس چې کوم ګوزار وشو هغه ټول پښتون بدنامول دي بايد د دې پرضد عملي ګامونه پورته کړل شي.

«پښتانه چې په کومه بڼه ښودل کېږي دا زموږ نه ده بلکې دا جوړ کړل شوې ده۔ د دې تر شا يو تريخ حقيقت پټ دی چې ډېری پښتانه ترې خبر دي۔ پښتون د ټوکو د يو کردار په توګه په اردو ډرامو او فلمونو کې ښودل کېږي. او پرضد یې پښتون ولس ته راپورته کېدل پکار دي»

د کوټې بو وتلی ليکوال، هدايتکار او اداکار جمال شاه وايي چې د دې هر څه په شا يو خوا پیسه ده او بل اړخ ته کرکجنه رويه۔ کوم پښتانه چې په دې کې کار کوي نو هغوی هم پښتو هېره کړې ده، بايد پښتانه خپل رښتونې بڼه پخپله ټولې نړۍ ته وښيي:

«د فکر خبره دا ده چې پښتون خبرې ډېرې او عمل لږ کوي۔ پښتنو ته پکار ده چې خپل جاج واخلي، پر خپل ځان تنقيد وکړي»

جمال شاه زياتوي، هر پښتون فنکار يا ليکوال ته په دې خبره فکر پکار دی چې څنګه کولی شي، خپله پېژندګلو او خپل کلتور ژوندی وساتي خو د معاشي ګټې په خاطر دې کله هم د پښتون کلتور پرضد کار و نه کړي.

XS
SM
MD
LG