د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د محرم لمانځولو لپاره سخت امنیتي تدابېر نیول شوي


د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د محرم میاشتې له نږدېکېدو سره سم حکومت کلک امنیتي ګامونه په پام کې نیولي دي او د ماتمې جلوسونو په ځایونو کې د افغان کډوالو او قبایلي سیمو بې کوره شوي خلکو په تګ را تګ بندیز لګول شوي دي او د اذان او جمعې د خطبو نه پرته د لوډ سپیکر په کارولو هم بندیز لګول شوي دي.

د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د محرم میاشتې له نږدېکېدو سره سم حکومت کلک امنیتي ګامونه په پام کې نیولي دي او د ماتمې جلوسونو په ځایونو کې د افغان کډوالو او قبایلي سیمو بې کوره شوي خلکو په تګ را تګ بندیز لګول شوي دي او د اذان او جمعې د خطبو نه پرته د لوډ سپیکر په کارولو هم بندیز لګول شوي دي.

په پېښور کې د محرم لپاره د امنیتي تدابیرو په اړه د سېشنبې پر مازیګر د پېښور پولیسو مشر مبارک زیب خان مشال راډیو ته وویل چې د پېښور د ۱۲۱ ماتمې جلوسونو د امنیت لپاره ۷۵۰۰ پولیسو ته امنیتي دندې سپارل شوي دي.

((په ټول پېښور ښار کې ۷۹ شییعه عبادت ځایونه دي په دې کې ۱۲ سبیلونه دي او نورې امام بارګاوي دي. په دې کې ۲۰ امام بادګاوې ډېرې حساسي ګرځول شوي دي او د ټولو ماتمې جلوسونه شمیره به۱۲۱ وي چې پکې ۳۰ لوی جلوسونه ده او نور واړه واړه جلوسونه ده، د دې جلوسونو د امنیت لپاره به ۷۵۰۰ پولیس سرتېري ځای پر ځای کول کېږي او نورې امنیتي ادارې به هم د دې جلوسونو سارنه کوي))

د محرم لپاره د امنیتي تدابیرو په اړه د پېښور پولیسو مشر مبارک زیب خان زیاته کړه چې په پېښور کې د محرم د ماتمې جلوسونو په ځایونو کې د افغان ګډوالو او قبایلي سیمو نه بې کوره شوي خلکو په تګ راتګ هم بندیز لګول شوي دي.

(( د محرم هلې ځلې په کومو ځایونو کې دي په هغه ځایونو کې د افغان کډوالو په تګ راتګ بندیز لګول شوي دي او هم دغه د قبایلي سیمو په بې کوره شوي خلکو هم بندیز لګول شوي دي او په نور ښار کې که دوی ګرځي راګرځي نو خپل شناختي کارتونه دې له ځان سره ساتي چې پوهې شي دوی څوک دي))

د پېښور پولیسو مشر مبارک زیب خان دا هم وویل چې د دفعه ۱۴۴ لاندې د وسلې په ګرځولو او د جمعې د خطبو او اذان نه پرته د لوډ سپیکر په کارولو بندیز لګول شوې دي.

یاده دې وي چې د محرم لپاره په ټوله خېبر پښتونخوا کې سخت امنیتي ګامونه پورته کړی شوي دي او خېبر پښتونخوا کې پېښور کوهاټ ډېره اسماعیل خان او هنګو تر ټولې زیاتې حساسي سیمې ګرځول شوي دي.

XS
SM
MD
LG