د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پاکستان دې د طالبانو ملاتړ پرېږدي سوله پخپله راځي”


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي ، که پاکستان رښتیا په افغانستان کې سوله غواړي نو دې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ډزبندۍ زمینه برابره کړي.

دا خبره د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د سېشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وکړه.

محمد اسماعیل قاسمیار وویل، که پاکستان په افغانستان کې امن غواړي نو د وسله والو طالبانو ملاتړ دي پرېږيدي.

خو پاکستاني چارواکي نه یوازې له وسله والو طالبانو سره د ملاتړ خبره یوازې تور بولي بلکې وايي چې دوی په افغانستان کې د سولې لپاره هلو ځلو ته ژمن دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف څو ورځې وړاندې په لاهور کې یو غونډې ته وویل چې دوی د افغان کومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو بیا پیلولو لپاره همکارۍ ته چمتو دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG