د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ ایران د م م له بندیزونو سرغړونه کرې”


د امریکا د دفاع وزارت وايي، ایران د تېرې اونۍ په پای کې د توغندیو په ازمویلو د ملګرو ملتونو له بندیزونو څرګنده سرغړونه کړېده.

د امریکا د دفاع وزارت د سېشنبې په ورځ ناوخته وویل چې دا مسله به په ملګرو ملتونو کې راپورته کوي.

د یاد وزارت ویاند مارک ټونر وویل ، موږ به دا مسله د تېر په څېر د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې راپورته کوو.

ایران ویلي چې د حماد په نامه دا توغندی یې د ورانې میاشتې پر یوولسمه نېټه ازمویلی دی.

داسې ښکاري چې دا د ایران لومړی داسې یو ځانګړی هدف ویشتونکی توغندی دی چې له ایرانه تر اسرایله رسېدای شي.

ویل کېږي چې د دې توغندي ازموینه په ۱۹۲۹ کې وړاندې شوي د ملګرو ملتونوله هغ قرارداده سرغړونه ده کوم چې پر ایران د بېلسټک توغندي جوړولو بندیز لګولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG