د لاسرسي ځای

“د خېبر پښتونخوا حکومت ناظمان له پامه غورځولي”


د خیبر پښتونخوا یو شمېر ضلعي ناظمان وايي، صوبايي حکومت دوی له پامه غورځولي دي.

د دې ناظمانو په وینا،د خیبر پښتونخوا حکومت یو پلو د دوی لپاره د اختیاراتو اصول نه دي جوړ کړي او بل پلو یې په هغه کمېشن کې له دوی سره سلا نده کړې چې د ناظمانو د کار او فعالیتونو څارنه به کوي.

خو د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو وزیر عنایت الله خان بیا مشال راډیو ته وویل چې د ناظمانو په اړه د پلټنو په کمېشن کې د ناظمانو ناسته څه جواز نه لري.

په خیبر پښتونخوا کې د ضلعي حکومتونو لپاره ټاکنې د روان کال د مې پر دیرشمه نېټه شوې وې او بیا ضلعي او تحصیل ناظمان د اګست پر یو دېرشمه ټاکل شوي وو.

XS
SM
MD
LG