د لاسرسي ځای

ګجوخان پښتون سالار او واکمن


د پښتنو نامتو مشر او واکمن ګجو خان د صوابۍ شاه منصور کلي په چته سيمه کې ښخ دی چې د عوامي نېشنل پارټۍ تېر حکومت یې پر مزار یوه لویه ګنبده هم جوړ کړې ده. ځايي خلک وايي چې تر دې وړاندې د ګجو خان قبر په دربو او واښو کې پټ وو خو بيا به هم ځینې په قام مين پښتانه د ګجو خان د قبر زيارت ته ورتلل. خو دا ځل ورته د مشال راډیو خبریال ځلاند یوسفزی هم ورغلی او دا ویډيو راپور یې پرې برابر کړی دی.

XS
SM
MD
LG