د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې پر سلو يتيمانو مرستې وويشل شوې


په لغمان ولايت کې پر سلو یتیمو ماشومانو چې نجونې او هلکان په کې شامل ول، د HHRD په نوم د یوې مرستندویه موسسې له خوا درسي توکي او نقدې مرستې وویشل شوې.

په لغمان ولايت کې پر سلو یتیمو ماشومانو چې نجونې او هلکان په کې شامل ول، د HHRD په نوم د یوې مرستندویه موسسې له خوا درسي توکي او نقدې مرستې وویشل شوې.

یادې مرستې چې د سېشنبې پر ورځ د ځايي چارواکو او د موسسې د مسوولینو له خوا پر یتیمانو وویشل شوې، موخه يې د یتیمو زده کوونکو سره مرسته او لوستونو ته د دوی هڅونه په ګوته شوې ده.

د کار او ټولنيزو چارو د ادارې رئيس سيد عبدالبصير هاشمي د يادې موسسې د فعاليتونو او شوې مرستې په اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې د HHRD موسسه په لغمان ولايت کې د يتيمانو سره په بيلابيلو برخو کې مرستې کوي او دوی د یو ښه راتلونکې له پاره ښوونځي او درسونو ته هڅوي.

د لغمان والي عبدالجبارنعيمي دغه سل تنو زده کوونکو يتيمانو سره د مرستې په تړاو وويل، چې په دې ټولنه کې ټول مظلوم او بې وزله خلک او يتيمان مرستو او همکاريو ته اړتيا لري.

ده د يادې موسسې مرستې او همکارۍ وستايلې او پر ټولو شتمنو خلکو يې غږ وکړ، چې په دې ټولنه کې دبې وزله خلکو په ځانګړې توګه يتيمانو سره مرستې او همکارۍ ډېرې کړي.

نوموړي يتيمان زده کوونکي وهڅول، چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي ترڅو سبا ورځ د دې خاورې او خلکو مشران او خدمتګاران جوړ شي.

وروسته د لغمان ولایت د ملکي او پوځي چارواکو له خوا پر دغه سل تنو يتيمانو زده کوونکو باندې درسي لوازم او پر هر تن يې (١٥٠٠) افغانۍ نقدي مرسته ووېشله.

XS
SM
MD
LG