د لاسرسي ځای

په غزني، لوګر او پکتیکا کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې یادو ځواکونو د غزني ولایت د مرکز اړوند سیمو او یو شمېر ولسوالیو کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي، چې ۶۴ وسلوال په کې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې یادو ځواکونو د غزني ولایت د مرکز اړوند سیمو او یو شمېر ولسوالیو کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي، چې ۶۴ وسلوال په کې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

نن د سېشنبې پر ورځ مشال راډيو ته د تندر ځواکونو د رسنیو دفتر له خوا په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د غزني ولایت په مرکز، اندړو، قره باغ، اب بند او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د ملي اردو د ځواکونو له خوا سرته رسیدلي دي.

له دې سربیره ایتلافي ځواکونو د غزني ولایت مرکز پورې اړونده سیمه دخشک کې پر وسله والو هوايي بریدونه کړي، چې شل نور وسله وال هم په کې وژل شوي دي.

د ملي اردو چارواکي داسې مهال په غزني کې وسله والو ته د درنو ځاني تلفاتو د اړولو یادونه کړې، چې د دوشنبې پر ورځ د وسلوالو له لوري د غزني مرکز ته په نږدې امنیتي پوستو د وسله والو له خوا نسبتاً پراخ بریدونه شوي ول.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د افغانستان هوايي ځواک د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د شمشېر قلعه او یارګل قلعه سیمه کې د وسله والو پر پټن ځایونو هوايي بریدونه ترسره کړي، چې ۷ وسله وال په کې وژل شوي او د وسله والو یوه اندازه وسله هم له منځه تللې ده.

د پکتیا د ملي اردو چارواکي د پکتیکا ولایت د خیر کوټ ولسوالۍ د خیربین په سیمه کې هم د وسله والو او ملي اردو د ځواکونو تر منځ د مخامخ نښتې یادونه کې چې پنځه وسله وال په کې وژل شوي او درې عرادې موټرسایکلونه هم په کې له منځه تللي دي.

یاده دې وي، چې د ملي اردو ۲۰۳ تندر ځواکونه د سویل ختیز زون په شپږو ولایتونو لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردکو او غزني ولایتونو کې ځانته-ځانته لواوې لري، چې هره لواء په خپل تشکیل کې زرګونه سرتیري او افسران لري.

XS
SM
MD
LG