د لاسرسي ځای

تازه خبر

په محرم کې د ۱۲۶ ملایانو پر ویناو بندیز


تر بندیز لاندې ملایان له یوې صوبې بلې هغې ته د محرم په شپوورځو کې تګ راتګ هم نشي کولی.

د پنجاب صوبې د راولپنډې ډویژن د پولیس محکمې په وینا چې د محرم میاشتې په لړ کې یې یو سل او شږویشت عالمانو باندې پابندې لګولې ده. د راولپنډې ډویژن په راولپنډې ، جهلم ، اټک او په چکوال مشتمل دی.

مشال راډیو سره په خبرو کې د راولپنډې ډویژن د پولیسو محکمې یو افسر ار پي اووصال فخرسلطان راجه وویل چې د راولپنډې ډویژن د امام باړو او د جلوسونو لپاره سخت سیکیورټي پلان جوړ کړې شوې دې.

د ده په وینا د پولیس د محکمې لس زره اهلکاران به سیکیورټي لپاره ولاړ وي او دې سره د پوځ او د رینجرز اهلکاران به د جلوسونو حفاظت کوي.

خپلو خبرو کې نوموړي زیاته کړه چې د امام باړو منتظیمونو او رضا کارانو سره هم مختلف غونډې روانې دې او دوي خلک د خصوصي پولیس په توګه اخیستې شوې دې کوم به چې د جلوسونو او مجلسونو په موقع د کتنې کار کوي.

ده دا هم وویل چې په درې ځایونو د کتنې نه پس به خلکو ته امام باړو کې د داخلې اجازت وي.

«په کومو عالمانو چې بندیز لګول شوې دې نو د هغې شمیر یو سل او شپږویشت دې. او د دې نه علاوه صوبایې حکومت چې کومه پالیسي ده نو هغه دا چې په ټولو عالمانو د یو صوبې نه بلې صوبې ته د تګ راتګ هم په دې ورځو کې پابندي ده. د امام باړو منتظمین موږ په دې لړ کې خبر کړې دې چې د نورو صوبو نه عالمان او زاکرین نشې رابلل کیدې. او نور چې کوم کرکه خورنکې ځنې خلک دې چې هغې منافرت خوروي نو په هغې هم پابندي لګول شوې ده»

په دې عالمانو کې د شییعه، دیو بندي او د اهل حدیث عالمان شامل دي.

د راولپنډۍ ډویژن ار پی او وصال فخر سلطان راجه خپلو خبرو کې زیاته کړه، «د ترهګرۍ خلاف قومي ایکشن پلان ترلاندې په دیوالونو لیکل ، کرکه خورنکې تقریرونو او په لاوډ سپيکرو پابندي ده او چا چې د قانون خلاف ورزي اوکړه نو د هغې خلاف به کاروایې کیږي. د لاوډ سپيکر د استعمال اجازت به صرف او صرف د امام باړو پورې وې او د دې نه علاوه امام باړو د پاسه چې کوم درې درې او څلور څلور لاوډ سپيکرې دې نو هغه به هم صرف اذانونو او خطبو لپاره وي»

یاده دې وي کال ۲۰۱۳ کې راولپنډې کې د عاشورې په موقع د تشدد پیښه مخې ته راغلې وه چې له وجې اوس د محرم میاشت کې د راولپنډې په امنیت خاص توجو ورکړې کیږي.

XS
SM
MD
LG