د لاسرسي ځای

“د هغو کسانو وژل روا دی چې پر افغان ځواکونو حملې کوي”


د ننګرهار د دیني عالمانو د شورا غړی مولوي عبدالظاهر حقاني پر خلکو ږغ وکړ چې د هغو وسله والو پر ضد ودریږي چې پر ملي اردو او پولیسو حملې کوي.

مولوي حقاني وویل، د هغو کسانو قتل جایز دی چې د مسلمانانو پر حریم تیری کوي .

مولوي حقاني د دوشبنې پر ورځ په ننګرهار کې د دیني عالمانو او د خلکو د استازو غوڼډې ته وویل:

«هر څوک که د عرب، چیچنیايي، ازبک یا د خپل افغان په جامه کې وي، که ستاسي مسلمان اردو او پولیس وژني، وژلو ته په کلکه ودریږئ. د هغو کسانو قتل چې ستاسې په حریم تیری کوي، تاسې ته بالکل جایز دی.»

په ننګرهار کې د شنبې پر ورځ په دې غونډه کې د خلکو یو شمیر استازو هم د ملي اردو او پولیسو د ملاتړ ږغ وکړ .

ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو کې پر افغانانو ږغ وکړ چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG