د لاسرسي ځای

م.م په کندهار کې د تورپیکې الفت پر وژلو خپګان ښودلی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په کندهار کې د دې سازمان د یوې کارکونکې، تورپیکې الفت په وژل کیدو خواشیني څرګنده کړه .

بان کي مون د دشنبې پر ورځ د دې پيښې په اړه د بیړنیو څیړنو غوښتنه وکړه .

تورپیکۍ الفت له تیرو ۵ کلونو راهیسې په کندهار کې د ملګرو ملتونو په سیمیز دفتر کې کار کاوو.

دا د دوشنبې پرسهار د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې ووژل شوه .

د تورپيکې الفت د وژلو مسئولیت چا نه دی اخیستی.

بان کي مون ویلي: تورپیکۍ الفت د بشري حقونو کلکه دفاع کوله او په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره یې د ارزښت وړ خدمت کړی دی.

XS
SM
MD
LG