د لاسرسي ځای

تازه خبر

“کندز ته روغتیايي ډلې رسیدلې دي”


په افغانستان کې له طبیعي پيښو سره د مبارزې اداره وايي: کندز ته زیاته اندازه دوا استول شوې او روغتیايي ډلې ور رسیدلې دي.

د دې ادارې مرستیال مشر محمد اسلم سیاس د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د کندز په لمنو کې د جګړې له کرارۍ سره سم به د حکومت نړیوالو ادارو او کورنیو انجو ګانو مرستې چټکې شي.

محمد اسلم سیاس زیاته کړه:

«هره سیمه چې ملي اردو او پولیس یې له طالبانو پاکوي، هلته بیړنۍ مرستې کېږي. زیاته دوا کندز ته استول شوې ده. زیات شمیر ډاکتران هم لیږدول شوي څو روغتونونه پرانیستل شي. کندز ته د لارې د پرانیستل کیدو له امله، نړیوالو او کورنیو خیریه ټولنو د پام وړ مرستې تیارې کړې چې وبه لېږدول شي .»

خو په ملي شورا کې د کندز د خلکو یو شمیر استازي پر حکومت تور لګوي چې له جګړه ځپلو خلکو ته یې د اړتیا وړ مرستې نه دي رسولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG