د لاسرسي ځای

تازه خبر

“حکومت دې د خبریالانو لپاره امنیتي اداره جوړه کړي”


په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره [نی] له حکومته غواړي چې د جګړې په سیمه کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د امنیتي ارګانونو یوه ګډه اداره جوړه کړي.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت باید د جګړې په سیمو کې له خبریالانو سره ځانګړی چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د دوشنبې پر ورځ په افغانستان کې د ۲ ټلویزیوني شبکو او د هغوي کارکونکو ته خبرداری ورکړ .

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې پر یو شمیر ټلویزیوني شبکو چې د دوی په وینا له دښمنۍ ډک چلند کوي او د درناوي اصول نه مراعتوي، د حملو ګواښ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG