د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کندز ښار ټول د افغان ځواکونو په ولکه کې دی'


د کندز ښار یوه څلور لاره کې افغان پولیس ټرافیکي نظم برابروي
د کندز ښار یوه څلور لاره کې افغان پولیس ټرافیکي نظم برابروي

جنرال مراد علي وویل چې د چاردرې او ارچي ولسوالۍ او د قلعه زال ځیني سیمې لاهم د طالبانو په ولکه کې دي خو د کندز په نورو سیمو کې دولتي حاکمیت ټینګ دی.

د افغان وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیز جنرال مرادعلي مراد له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې کندز ښار اوس په بشپړ ډول د دولتي ځواکونو په ولکه کې دی. نوموړي له بې ځایه شویو خلکو وغوښتل چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

((کندز ښار بېرته خپله لومړنۍ بڼه خپلوي. هغه ناولي عناصر چې د خلکوژوند یې نارامه کړی و، وژل شوي یا تښتېدلي دي او له کندز ښاره وتلي دي.

اوس مهال د افغانستان دولتي ځواکونه پر ټول کندز ښار حاکمیت لري.))

جنرال مراد چې له پیله یې د کندز د عملیاتو مشري کړې ده د هغو سیمو نومونه یاد کړل چې وسله وال طالبان ترې ایستل شوي دي:

((د چاردرې له پله نیولې د خاککني تر ټولو کلیو پورې، زاخېلان، چهل دختران، د کندز ښار څلورګونې حوزې، کوټې ګرد، د کندز پوهنتونونه، تعلیمي موسسې، د کرنې ریاست، روغتون، سپین زر شرکت، بالاحصار، د خان اباد بندر، ګورتېپه، د شرکت باغ سیمې ټولې تصفیه شوې دي.))

خو جنرال مراد همداراز وویل چې د چاردرې او ارچي ولسوالۍ او د قلعه زال ځیني سیمې لاهم د طالبانو په ولکه کې دي خو د کندز په نورو سیمو کې دولتي حاکمیت ټینګ دی.

جنرال مراد همدا راز وویل چې افغان ځواکونو د کندز- خان اباد، خان اباد- تخار، بغلان- کندز او بغلان- کابل د لویو لارو امنیت هم نیولی دی. نوموړي د کندز له بېځایه شویو خلکو وغوښتل چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د کندز ښار اکثر اوسېدونکي د ښار د ولکې پرسر د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د خونړیو حملو له پیله ګاونډيو ولایتونو تخار او بغلان او ځینې پلازمېنې کابل ته کډه شول.

د پوځ دې جګپوړي قوماندان زیاته کړه چې ښار ته برېښنا رسېدلې او د اوبو د رسولو لپاره هم هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د غزني ښار پر څو امنیتي پوستو وسله والو طالبانو حمله کړې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه خبریالانو ته وویل چې اوس هم پر دغو پوستو جګړه روانه ده او زیاته یې کړه چې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ښاغلي صدیقي دغه جګړه د اندیښنې وړ وبلله او زیاته یې کړه، که اړتیا پیښه شي د دفع کولو لپاره به یې له بهرنیو ځواکونو مرسته وغواړي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د کابل – غزني لویه لاره هم د جګړې له امله بنده شوې ده.

XS
SM
MD
LG