د لاسرسي ځای

تازه خبر

حاجي ظاهر قدير : ډېر زر به د وسله والو مخالفینو پر ضد مبارزه پیل کړم


حاجي ظاهر قدیر ، خبري غونډې ته د وینا پرمهال
حاجي ظاهر قدیر ، خبري غونډې ته د وینا پرمهال

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي عبدالظاهر قدير وايي چې ډير ژر به په ولسي ملاتړ د وسله والو مخالفینو پر ضد مبارزه پیل کړي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې خپله هغه ژمنه بیا تازه کړه چې ويلي يې وو، له لوی اختر نه دوه هفتې وروسته به په ننګرهار کې د دولت ضد د هر ډول وسله والو خلاف د ولس په ملاتړ وسله را اخلي او وسله وال حرکت به پيلوي.
نوموړي وويل:

« کومه وعده چې موږ خپل ولس سره کړې وه ، چې د اختر تر پنځلسمې پورې به موږ حکومت ته انتظار کوو چې حکومت څه اقدامات کوي او بعد له هغې نه به موږه خپلې امادګي نیسو، که حکومت موږ سره اوږه په اوږه ځي مونږ هم اوږه په اوږه ورسره ځو. وسله والې ډلې د ټول افغانستان مشترک دښمنان دی، دا به په شريکه سره ووهو. اوس چې د اختر پينځلسمه پوره شوې، موږ هم په ټولو هغو نقاطو کې چې چيرته دښمن دی، هلته ورته خپلې امادګۍ لرو، تیارۍ مو ورته نيولي دي. زه ولس ته ډاډ ورکوم چې تشویش دې نه کوي، داسې بچې لري چې پوښتنه يې وکړي.»

حاجي عبدالظاهر قدیر وايي چې له ولسونو سره يې خبرې کړي او د وسله وال حرکت لپاره يې قوي پلان هم تیار کړی دی.

« هغه څوک چې د دې خاورې دښمن وي او له بهر نه راغلی وي او دلته افغانان ځوروي، دا خاوره به يې قبرستان وي. او انشاالله شینواري به د ټول افغانستان لپاره يو مثال وګرځي. هر هغه شینواری که هغه خور ده، که مور ده، که ورور دی او که پلار دی، هغو ټولو سره خبرې شوي دي، هغوی خپلې امادګۍ لري، په لنډ وخت کې به انشاالله عملي کار وګورئ. »

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې ويلي وو چې د هر هغه ولسي حرکت ملاتړ به وکړي چې د ملي امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ پيل شي.

XS
SM
MD
LG