د کابل امنیې قومندان وایي چې د نوموړي ښار په نننۍ ځانمرګې حمله کې درې ملکیان ټپيان شوي دي.عبدالرحمان رحیمي په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې د دې موټر بم حملې هدف د بریتانوي ځواکونو د موټرو کاروان و، خو په خبره یې هغوی ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه حمله نن سهار د نهو بجو په شااوخوا کې د دویمې امنیتي حوزې اړوند د « جوی شیر » په سیمه کې وشوه.
طالبانو د حملې مسئولیت اخیستی او بهرنیو ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.
په کابل کې د بدامنۍ وروستیو پېښو د ځايي اوسیدونکیو ترڅنګ بهرني سفارت کار هم اندیښمن کړي دي.
په افغانستان کې د امریکا سفارت وایي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د حکومت وسله وال مخالفین غواړي په کابل کې د یوناما او یا دملګرو پر نورو اړوندو ادارو ډله ییزه او د موټر بم حمله وکړي.
د امریکا سفارت تیره ورځ په خپله ویب پاڼه کې یو بیان خپور کړی او له امریکایي اتباعو یې غوښتي چې دغو سیمو ته له ورتګه ډډه وکړي.
په بیان کې د افغانستان امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ ښودل شوی او ویل شوي چې دا حالت د امریکایي اتباعو ژوند ته هم یو جدي ګواښ دی.