د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو


د خيبر پښتونخوا په ۱۳ ضلعو ، قبایلي سیمو او نیم قبایلي سیمو کې د اکتوبر له لسمې نېتې د پولیو پر ضد څلور ورځنۍ کمپاین پیل شو .

د روغتیا د څانګې چارواکي وايي چې په دې کمپاین کې ۴۱ لکه ماشومانو ته د پولیو پر ضد څاڅکو ورکولو هدف ټاکل شوی دی.

روان کال په پاکستان کې د پولیو وایرس اته دیرش ماشومان ځپلي دي چې پنځلس په کې د خیبر پښتونخوا، یوولس د قبایلي سیمو ، شپږ د بلوچستان ، پینځه د سیند او یو ماشوم د پنجاب سره تړاو لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG