د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان کې۳۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده


د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره د شنبې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي اردو ځواکونو د تېرو دوه ورځو راهیسې د الینګار ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي وو چې بېګا شپه یې د پړوایي په سیمه کې له وسله والو سره په مخامخ نښته کې ۱۴ وسله وال وژلي او ۲۲ یې ټپیان کړي دي.


خبرپاڼه د ملي اردو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG