د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې د خبریالانو یو قاتل ته هم سزا نه ده ورکړل شوې"


"پاکستان کې د خبریالانو یو قاتل ته هم سزا نه ده ورکړل شوې"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خبريالانو ژغورنې نړیوال سازمان پخپل تازه رپورټ کې وايي، په پاکستان کې د وژل شوو خبريالانو يوه تورن قاتل ته هم سزا نه ده ورکړل شوې. نيويارک مېشت سازمان د زيارت په ورځ ۲۰۱۴م کال راپور خپور کړ. په دې کې راغلي دي چې په پاکستان کې په تېره يوه لسيزه کې ۲۳ خبريالان وژل شوي دي. راپور زياتوي، تر ټولو زيات خبریالان له ۲۰۱۱م کال وروسته وژل شوي دي. د سازمان په خبره تر اوسه هېڅ يوه تورن قاتل ته سزا نه ده ورکړل شوې. دا شان راپور د ميډيا پر ادارو هم نيوکه کوي چې د خپلو کارکوونکو د خونديتوب په خاطر يې هېڅ ډول عملي ګامونه نه دي پورته کړي. وژل شوي زياتره خبريالان پښتانه يا بلوڅان دي.

XS
SM
MD
LG