وزیرستانیان د خپلو غوښتنو لپاره پر احتجاج دی
د شمالي وزیرستان د ټولو سیاسي ګوندونو اتحاد او د شمالي وزیرستان ځوانانو ټولنې د بنو خبریالانو دفتر مخې ته دوه ورځنی احتجاجي کیمپ جوړ کړی. د احتجاجي ناستې ګډونوال وايي، دوی د بې کوره کړل شویو خپلو سیمو ته د بیا ستنولو، په وزیرستان کې د پرمختیايي کارونو او د میرعلي او میرامشا بازارونو بیا ودانۍ په ګډون ګڼې نورې غوښتنې لري. دوی وايي، که غوښتنې یې پوره نه شوې نو لومړی به د پېښور خبریالانو مرکز مخې ته ناسته کوي او که بیا یې هم غوښتنې و نه منل شوې نو په اسلام اباد کې به احتجاج پیلوي. نور د عمر دراز وزیر په دې ويډیو کې وګورئ.