د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: پولیسو د بیلابیلو جنايي قضیو په تور اته کسان نیولي


د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په وروستیو دریو ورځو کې يې په بیلابیلو جنايي قضیو کې اته مظنونین نیولي دي.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په وروستیو دریو ورځو کې يې په بیلابیلو جنايي قضیو کې اته مظنونین نیولي دي.

دوی زیاتوي، چې په دې موده کې درې عرادې تښتول شوي موټر سایکل او دوه کرولا ډوله موټر چې نشه يي توکي يې لیږدول، د چرسو او لیږدونکو سره یو ځای د پولیسو لاسته لویدلي دي.

نن د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د خوست د امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال سمونوال محمدیعقوب بریمن د یادو قضیو په باب مشال راډیو ته وویل، چې مظنونین او وسایط د پولیسو د مخدره توکو پر ضد ادارې ته د اطلاع پر اساس د ګډو ځواکونو له خوا نیول شوي دي:

((دوه عرادې موټر دي، درې عرادې موټرسایکل دي، تقریباً پنځلس کیلو چرس دي، پنځه لیتره الکولي مشروبات دي، دغه زموږ د مخدره توکو پر ضد ادارې د اطلاع پر اساس زموږ د ګډو ځواکونو د اطلاع په نتیجه کې د خوست په بیلابیلو ساحو کې نیول شوي دي.))

محمدیعقوب بریمن په خپلو خبرو کې د مظنونیو د قضیو او د نیول کیدو د سیمو په اړه هم مالومات ورکړل:

((درې عرادې موټرسایکل دي، چې دوه عرادې يې د صبریو ولسوالۍ د پولیسو له خوا نیول شوي دي، دا بل موټر سایکل چې د پوهنتون د یو تن محصل څخه سرقت شوی وو، د مظنون سره یو ځای د متون خوړ په سیمه کې نیول شوی دی، دا دوه عرادې کرولاوې چې ګورئ دا د چرسو او دریو تنو مظنونیو سره یو ځای نیول شوي دي.))

د عبیدالله په نوم د لوګر ولایت اوسیدونکی هغه څوک وو، چې د ښار له مینځه ورڅخه یو کس نوی ماډول موټرسایکل وتښتاوه او د پولیسو په مرسته يې خپل موټرسایکل بیرته ترلاسه کړه.

ده له پولیسو مننه وکړه، چې بې له ځنډه لاس په کار شول او د ده موټرسایکل يې له سرقت کوونکي څخه د متون خوړ په سیمه کې ونیو او ده يې وسپاره.

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې په خوست کې پولیسو خپلې هڅې پراخې کړي، تر څو په یاد ولایت په ځانګړي ډول خوست ښار کې د امنیتي پيښو او جنايي قضیو مخه ونیسي.

د خوست امنیتي چارواکي د دې کار لامل د خلکو د همکارۍ د ډېریدو له کبله بولي.

XS
SM
MD
LG