د لاسرسي ځای

تازه خبر

“روسي توغندي په ایران کې لوېدلی”


امریکايي چارواکي وايي، څلور کروز توغندي چې روسیې په شام کې د اهدافو په نښه کولو لپاره ورولي ول، په ایران کې لګېدلي دي.

دا چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی وايي، دا روښانه نه ده چې ایا د توغندیو لګېدو په پېښه کې زیان اوښتی او که نه. دوی دا هم روښانه نه کړه چې توغندي په ایران کې چېرې لګېدلي دي.

د روسیې دفاع وزارت دا دعوه رد کړې ده. مسکو د روانې میاشتې پر اوومه نېټه اعلان وکړ چې د کیسپيين په سمندرګي کې یې له بېړۍ څخه ۲۶ کروز توغندي ورولي چې په شمالي او شمال غربي شام کې یې اهداف په نښه کړي.

تر دې مخکې پرون د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ پر داسې مهال په شام کې د روسیې په پوځي فعالیت کې د ((اندېښمنوونکي زیاتوالي)) خبرداری ورکړ چې دمشق د نورو زیاتو روسیو هوايي بریدونو په مرسته پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG