د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې پولې ډاکتران په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته بیا کتنه کوي


د بې پولو ډاکترانو سازمان اېم اېس اېف وايي، په کندوز کې د دوی پر روغتون تر امریکایۍ بمبارۍ وروسته په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته بیا کتنه کوي.

د اکتوبر پر درېیمه نېټه په دې بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول چې پکې روغتیايي کارکوونکي هم شامل ول. هغه مهال په کندوز ښار کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته روانه وه.

د بې پولو ډاکترانو سازمان وايي، تر اوسه د ۳۳ کسانو هېڅ درک نشته. د اېم اېس اېف عمومي مشر کرېسټوفر سټوکس تېره ورځ په کابل کې وویل، دا دردوونکې پېښه دوی اړباسي

((چې په عمومي ډول په افغانستان کې د خپل کار ارزونه وکړي او د خپلو کارکوونکو او ناروغانو د ساتنې او امنیت په اړه پر خپلو ژمنتیاو محتاطانه غور وکړي.))

ده زیاته کړه چې ((په راتلونکې کې په افغانستان کې د دوی کار د بشر دوستۍ نړیوال قانون د درناوي پر واضحې ډاډګېرنې او اطمینان منحصره دی.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG