د لاسرسي ځای

“د طالبانو خپلمنځي اختلاف د افغان سولې بهیر ځنډولی”


په افغانستان کې د بهرنیو او امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان کیمبل وايي، د افغان طالبانو مشرتابه تر منځ د اختلافاتو له کبله له افغان حکومت سره د سولې خبرې ځنډېدلې دي.

نوموړي تېر ماښام د امریکا کانګرس د وسله والو ځواکونو کمېټۍ ته د وینا پر وخت وویل، ښايي د طالبانو تر ۷۰ فیصده پورې غړي بالاخره له کابل سره جوړجاړی وکړي.

ده وویل، ورته ښکاري چې (([طالبان] به د سولې کوم ډول خبرو ته تر ستنېدو مخکې یو دوه میاشتې وخت واخلي.)) ده وویل، ((د روغې خبرې به روانې وي، خو دا به نور وخت ته هم اړتیا ولري چې سم خلک د خبرو مېز ته حاضر شي.)) د طالبانو او افغان حکومت استازو تر منځ د روغې خبرو لومړی پړاو د روان کال جولای په میاشت کې تر سره شوی وو خو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مرګ له خبر سره طالبانو له خبرو انکار وکړ.

تر دې وروسته ملا اختر منصور د ملا عمر ځای ناستی وټاکل شو خو د طالبانو ځېنې مهمې ډلې د هغه ټاکنې مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG