د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ناټو له افغانستانه ژر نه وځي”


د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیران وايي، د ۲۰۱۶ز کال تر ټاکل شوې نېټې وروسته هم په افغانستان کې زیاتو سرتېرو ساتلو ته تیار دي.

تېر ماښام په برسلز کې د ناټو دفاع وزیرانو غونډې په پای کې د دې اتحاد مشر ینز ستولتنبرګ وویل، په افغانستان کې د ناټو ماموریت پای په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

ستولتنبرګ وویل، دی محسوسوي ((ډېری متحدان غواړي چې که اړتیا وه نو [له ټاکل شوې نېټې] تر زیات وخته)) په افغانستان کې پاتې شي.

پر دې سربېره چې افغان ځواکونو د شمالي ستراتیژیک ولایت مرکز کندوز ښار بیا ونیوه، خو د دې ښار تر لنډ وخته د وسله والو طالبانو لاسونو ته پرېوتو د ناټو روزلیو افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر په پرونۍ غونډه کې پر ملګرو هېوادونو ټینګار وکړ چې د افغان ځواکونو روزنې ته د زیات وخت ورکولو په موخه په افغانستان کې د زیاتو سرتېرو پر ساتلو غور وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG