د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ولسیار زوی مې د ولسواکۍ لپاره سرښیندلی دی'


 محمد اسلم ولسيار
محمد اسلم ولسيار

په کوټه کې د مشال خبریال خدای نور ناصر د محمد اسلم ولسيار شهيد له مورکۍ حضرت خور بي بي اڅکزۍ سره خبرې کړې

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو کارکوونکی ولسيار چې په ۷ اکتوبر ۱۹۸۳ عیسوي کال کې يې د ډيموکراسۍ په حق کې په يوه لاريون کې په خپله سینه کې مرمۍ سړې کړې، او په ۱۴م اکتوبر ۱۹۸۳ کې يې ساه ورکړه.

هر کال د ولسيار په شمول د هغې ورځې د نورو شهيدانو «رمضان اڅکزی، داود، او کاکا محمود« او د ۱۱م اکتوبر ۱۹۹۱ عیسوي کال د شهيدانو تلين »رحیم کلیوال، بازمحمد باز، صابر شاه او حبیب الرحمن او صاحب جان» دوی «په کوټه کې د دغه ګوند پر مرکزي دفتر په یوه نښته کې وژل شوي ول» د کوټې ښار په شمول په شاوخوا ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د پښتونخوا معپ د غړيو له خوا لمانځل کېږي.

​په کوټه کې د مشال خبریال خدای نور ناصر د محمد اسلم ولسيار شهيد له مورکۍ حضرت خور بي بي اڅکزۍ سره خبرې کړې، چې ستاسو پام ورته راګرځووو.

'ولسیار زوی مې د ولسواکۍ لپاره سرښیندلی دی'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ولسيار شهيد مور وايي، د خپل زوي پر شهادت ویاړي. او همدې زوی ته یې پر قبر خپل دا شعر کښلی، چې؛

مړ شو قهرمان له خپلو ډېرو ارمانو سره

ونړېدی غر له خپلو غټو سنګرو سره

XS
SM
MD
LG