د لاسرسي ځای

تازه خبر

“سپریم کورټ ممتاز قادري ته د مرګ سزا پر ځای ساتلې”


د پاکستان سپریم کورټ د سلمان تاثیروژونکي ممتازقادري ته د مرګ سزا پر ځای ساتلې ده.

د پاکستان سپریم کورټ د سلمان تاثیروژونکي ممتازقادري ته د مرګ سزا پر ځای ساتلې ده.

سترې محکمې د اسلام اباد های کورټ هغه پرېکړه رد کړې ده په کوم کې چې د ممتاز قادري له مقدمې د ترهګرۍ دفعه لرې شوې وه.

دا پرېکړې د چارشنبې پر ورځ د سپريم کورټ د چيف جسټس آصف سعيد کوسه په مشرۍ کې درې کسیزې جرګګۍ د ممتاز قادري د مقدمې د اورېدنې پر مهال کړې دي.

ممتاز قادري د ۲۰۱۱م کال د جنورۍ پر څلورمه نېټه د پنجاب صوبې د هغه وخت ګورنر سلمان تاثیر په اسلام اباد کې وژلی وو.

د سلمان تاثیر ساتونکي ممتاز قادري وروسته وویل چې ګورنر سلمان تاثیر یې له دې کبله وواژی چې هغه د پاکستان په ناموس رسالت قانون کې د بدلون غوښتنه کړې وه.

رپورټ د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

“سپریم کورټ ممتاز قادري ته د مرګ سزا پر ځای ساتلې”
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG