د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیمبل: د کندز پر روغتون برید یوه تېروتنه وه


په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان کیمبل وايي د کندوز د بې پولې ډاکټرانو پر روغتونبريد يوه غلطي وه.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان کیمبل وايي د کندوز د بې پولې ډاکټرانو پر روغتونبريد يوه غلطي وه.

د اکټوبر په دریمه په کندز کې پر دغه روغتون بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل او لسګونو نور زخمیان شول.

جنرال کیمبل د سېشنبې پر ورځ د امریکا د سينيټپوځي خدمتونو په کمیټه کې څرګنده کړه چې د امریکا پوځ هېڅ کله په ارادي ډول پر یوه روغتيايي مرکز حمله نه شي کولی.

نوموړي زياته کړه چې د خپلې قوماندې لاندې ځواکونو ته يې لارښوونه کړي چې د کندوز په شان نورو تېروتنو څخه د مخنيوي لپاره دې نور روزنه تر لاسه کړي.

جنرال کمپبل دا حمله تېروتنه وبلله او ویې ویل: د وضاحت لپاره باید ووایم چې د هوايې ملاتړ پریکړه امریکا کړې وه او فیصله د امریکايي ځواکونو د قوماندې په مرکز کې شوې وه.

روغتون په تیروتنه کې ویشتل شوی دی. موږ به هیڅ کله هم پر یوه روغتیايي مرکز عمدي حمله ونه کړو.

خو د بې سرحده ډاکترانو د نړیوالې ټولنې د فعالیتونو رئیسې میني نیکولاي پرون [سه شنبه] په جنیوا کې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په کندز کې د جګړې ټولو خواوو [ طالبانو، افغان حکومت او ائتلافي قواوو] ته د دې روغتون په اړه بشپړمعلومات ورکړ شوي وو .

میني نیکولاي: د روغتون موقعیت ډير څرګند وو او موږ ټولو اړخونو ته معلومات ورکړي وو . موږ يې ټولو ته موقعیت څرګند کړی وو او 4 کاله په دې سیمه کې وو. دا لوی روغتون دی ، خلکو ته معلوم دی او واضح لیدل کیږي. نو پر داسې لوي روغتون حمله ، که چیرې بل ثبوت نه وي، زموږ له نظره جنګي جنایت ګڼل کیدلاي شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست پرون وویل چې تر پيښې وروسته، لوړ رتبه امریکايي چارواکو د دې خیریه ټولنې له مسئولانو سره خبرې کړې دي.

میرمن میني دا ادعا چې پر روغتون بمباري پر وسله والو طالبانو د حملې لپاره شوې، د خندا وړ وبلله .

میني نیکولاي: حقاقیت دا نه څرګندوي چې دوي پر طالبانو حمله کوله نو دا ادعا مسخره ده . زموږ کارکونکو د ډزو هیڅ ږغ نه دی اوریدلی چې په روغتون کې د وسله والو شتوالی ثابت کړي.روغتون څارونکي درلودل او شاوخوا یې موانع لګول شوي وو. په روغتون کې یوازې ډاکتران او کارکونکي وو او په حمله کې هم یوازې همدا کسان وژل شوي او زخمیان دي.

سپینې ماڼۍ په کندز کې پر دی روغتون حمله ستره غمیزه وبلله او ویې ویل چې امریکا به د ملکي خکلو د امنیت لپاره هیڅ ډول امکانات نه سپموي.

په افغانستان کې د ناټواوامریکايي ځواکونوعمومي قوماندان جنرال جان کامپبل وویل چې اوسمهال، په دې اړه د امریکا ، ناټو او افغان حکومت څیړنې روانې دي.

کمپبل تر دې وړاندې ویلي وو چې په کندز کې هوايي حمله د افغان ځواکونو په غوښتنه شوې وه او که په دې پيښه کې د امریکا د پوځ تیروتنه ثابته شي، له عاملینو سره به یې حساب وکړي.

XS
SM
MD
LG