د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ناامنۍ ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي


د تاجکستان ولسمشر له افغانستان سره پولې ته د نږدې سیمو د امنیت په اړه سختې اندیښنې ښودلې دي.

امام علي رحمان د سېشنبې پر ورځ په سوچي کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې ويلي چې په افغانستان کې امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابيږي.

نوموړي زياته کړه چې د تاجکستان پولې ته په نږدې تر ۶۰ فیصده افغان خاروه کې جګړه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان پر پوله پروت د افغانستان په کندوز ولايت کې طالبانو ډېري برخې نيولي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG