د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په شمالي ولایتونو کې وسله وال د پردیوو ګټو لپاره جنګېږي”


د افغان ولسمشر له دفتره پرونۍ خبرپاڼه کې ويل شوي چې په شمالي ولايتونو فاریاب، کندز او بدخشان کې جنګېدونکې ترهګرې ډلې د نشه یي توکو د قاچاقچیانو او پردیوو ګټو لپاره جنګيږي.

د افغان ولسمشر له دفتره پرونۍ خبرپاڼه کې ويل شوي چې په شمالي ولايتونو فاریاب، کندز او بدخشان کې جنګېدونکې ترهګرې ډلې د نشه یي توکو د قاچاقچیانو او پردیوو ګټو لپاره جنګيږي.

د خبرپاڼې ترمخه د کندز د حالاتو په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابېنې غونډې ته هغه وويل چې افغان له یو غدار او مکار دښمن سره مخامخ دي چې له بهرنیو سرچینو او نشه یي توکو ورته پیسې رسېږي او د پرديو ګټو لپاره افغانان ځپي.

نوموړي افغان امنيتي ځواکونه ستايلي چې د هيواد د پرمختګ لپاره د ترهګرۍ خلاف کلکه مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG