د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې ای ټي پوهنتون جوړولو لپاره دې حکومت فنډ ورکړي


که د پاکستان ریاست او منخیب پارلماني غړو په فاټا کې تعلیمې ادارې جوړې کړې وی نو نن به یې له خپله کوره لرې په اسلام اباد کې زدکړې نه ترلاسه کولی.

له قبایلي سیمو منتخب پارلماني غړي وايي چې په کرمه ایجنسۍ کی یې د انفارمیشن ټیکنالوجي پوهنتون لپاره ځمکه اخستې ده او اوس له وفاقي حکومته غوښتنه کوي چی د یادې ودانۍ جوړولو لپاره دې ورته ژر تر ژره پیسې ورکړي.

له کورمې ایجنسۍ سره تعلق لرونکی سېنېټر سجاد توري مشال ریډیو ته وویل چې په ۲۰۰۹ م کال د هاغه وخت وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د قبایلي سیمو لپاره له فاټا یونیورسټۍ سره سره د میډیکل کالج او ای ټي پوهنتون جوړولو منظوري ورکړې وه، او وروسته پرې د قبایلي سیمو منتخب پارلماني غړي سلا شول چې فاټا یونیورسټي به په نیمه قبایلي سیمه دره آدم خېل، میډیکل کالج به په باجوړ ایجنسۍ او انفارمېشن ټیکنالوجي یونیورسټي به په کورمه ایجنسۍ کی جوړوي.

د نوموړي په وینا چې په پاړه چنار کې یې د یاد پوهنتون لپاره دوه سوه (۲۰۰) اېکړه ځمکه واخیسته خو دا نشي ویلی چې په څومره موده کې به دا پوهنتون جوړ کړي ځکه چې د ودانۍ جوړولو لپاره ورسره پیسې نشته او په دې لړ کې به د دوی پشمول نور منتخب پارلماني غړي له وزیراعظم نوازشریف سره ویني او د فنډز مسله به یې پر وړاندې ږدي.

دقبایلي سیمو زده کونکي چې دا مهال د ملک په مختلفو پوهنتونونو کې زدکړې کوي، وايي، له وفاقي حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې دا پوهنتونونه جوړ کړي چې دوی هم لکه د ملک د نورو برخو د وګړو پشان د لوړو زدکړو لپاره خپلې سیمې نه پرېږدي.

د جنوبي وزیرستان محمد ایاز چې د اسلام آباد په قاید اعظم یونیورسټۍ کې لوړې زده کړې کوي،مشال ریډیو ته وویل چې په سیمه کې د پوهنتون نشتوالي له لاسه دلته د زدکړو لپاره راغلی دی مالي حالت یې هم دومره ښه نه دی بس ډېر په مشکل سره خپل وخت تېروي.

د اورکزۍ یو زده کونکی ګل رحمان وايي چې «له وفاقي حکومت سره سره د خېبر پښتونخوا ګورنر او له سیمو منتخب د پارلمان غړي يې په فاټا کې د تعلیم پرمختګ لپاره هلې ځلې نه کوي که دوی زموږ لپاره تعلیمې ادارې جوړې کړې وی نو نن به یې له خپله کوره لرې په اسلام اباد کې زدکړې نه ترلاسه کولی.»

د شپږ (۶) کاله تېرېدو باوجود تر اوسه په دې منظور شوو تعلیمې ادارو ولې کار شورو نکړل شو؟ د دې ځنډ په باب له مشال راډيو سره په خبرو کې د قامي اسمبلۍ منتخب غړي جماالدین وویل،لومړی خو دوی ته په دې خبره اعتراض دی چې مېډیکل کالج یې ولې باجوړ ایجنسې ته ورکړ، پکار خو دا وه چې دوی او د وزیرستان نورو منتخب غړیو سره پرې مشاورت شوی وی او تر څو چې د فاټا یونیورسټۍ خبره ده نو دوی هم له وفاقي حکومته پوښتنه کوي چې ولې دا یونیورسټۍ نه جوړوي.

په پیښور کې د تعلیمې چارو شننونکی شېر عالم شینوارې د دې پوهنتونونو په نه جوړیدو کې لوې خنډ د فاټا نظام ګرځوي او وایي چې په قبایلي سیمو کې داسې نظام نشته چې ورته په وخت رسايي وکړل شي او مسله هواره کړي.

شېرعالم شینواري زیاته کړه چې د پاکستان په وجود کې د راتللو هم د اته شپیتو (۶۸) نه زیات کلونه وشول او وفاقي حکومت په دې ټوله موده کې په اووه (۷) واړه قبایلي ایجنسو او شپږ (۶) ایف آرز کې نه خو د نړیوالې کچې یو پوهنتون، نه میډیکل کالج او نه هم انجنیئرنګ او ای ټي پوهنتونونه جوړ کړل.

د یادونې ده چې په قبایلي سیمو کې د ناامنۍ له کبله له تېرې یوې اوږدې مودې راهیسې یو شمېر سکولونه او کالجونه هم بند دي.

د شېرعالم شینواري په وینا وفاقي حکومت ته پکار ده چې دا سیمې دې نور له پامه نه غورځوي او ځای ولس ته دې خپل جایز حقونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG