د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلخ دولت اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو


د افغانستان د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ نوی امینه قوماندان ووژل شو. د نوموړي ولایت ویاند مشال راډیو ته وویل چې عبدالروف اخګر د دوشنبې پر ورځ خپل کور ته په لاره کې د بمي برید ښکار شو .

سیمیزو سرچینو مشال راډیو ته وویل چې ماین پر سرک ايښودل شوی و او د امنیه قوماندان ۳ ساتونکي یې بیا سخت زخمیان کړي دي.

تر دې پيښې دوې اونۍ مخکې، د دولت اباد ولسوالۍبل امنیه قوماندانحیات الله روغ هم د ماين په چاودنه کې ووژل شو او 6 ساتونکي یې زخمیان شوي وو.

د چاودنې مسئولیت چا نه دی اخیستي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG