د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له ترهګرۍ تر ټولو زیاته خېبر پښتونخوا ځپل شوې ده"


د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وايي ترهګرۍ د دوی صوبه تر ټولو زیاته ځپلې ده.

د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وايي ترهګرۍ د دوی صوبه تر ټولو زیاته ځپلې ده.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په خپل دفتر کې له افغانستانه ورغلیو خبریالانو ته وکړې.

اسد قیصر دا هم وویل چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ښو ساتلو لیواله دی او دوی له افغانستان سره خرابې اړیکې نشي زغملی.

په دې موقع افغان خبریالانو وویل ځیني پاکستاني رسنۍ د افغانستان د پېښو ناسم راپورونه خپروي.

دوی دا هم وویل چې افغان تلویزونو ته په پاکستان کې د خپرونو د ښودلو اجازه هم په اسانه نه ورکول کېږي.

رپورټ د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

له ترهګرۍ تر ټولو زیاته خېبر پښتونخوا ځپل شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG