د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د یو ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه


د پکتیکا ولایت په زرغون ښار ولسوالۍ کې د شپې لیسې له پاره یوه نسبتاً پراخه وداني جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پکتیکا ولایت په زرغون ښار ولسوالۍ کې د شپې لیسې له پاره یوه نسبتاً پراخه وداني جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده وداني چې ۲۲ تدریسي خونې لري، د نشه يي توکو پر ضد وزارت له بودجې څخه د دوو کلونو په موده کې د دوه یشت میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

بلخوا د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې لا هم په دې ولایت کې اویا سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ګرمۍ او یخنۍ کې خلاصې هوا ته درسونه وايي.

د سېشنبې پر ورځ د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکو د شپې لیسې د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې په یاد ولایت کې د اویا سلنه ښوونځیو د ودانیو نه شتون یوه اساسي ستونزه یاده کړه او زیاته يې کړه، چې له دې کبله ډېر کله د بیلابیلو ښوونځیو تدریسي بهیر له ځنډ او خنډ سره مخامخیږي.

د پوهنې رئیس کوچي ځاځي مشال راډیو ته وویل، چې په سخته ګرمۍ ، سختې یخنۍ، باد او باران کې زده کوونکو له پاره د کیناستو ځای نه وي، نو له مجبوریته درسي بهیر ټکنۍ کیږي.

ده د پوهنې وزارت او هغو مرستندویه موسساتو څخه چې معارف سره په بیلابیلو برخو کې مرسته کوي، غوښتنه وکړه، چې په دې اړه دې خپله پاملرنه ډېره کړي.

ده په پکتیکا کې د پوهنې له بهیر سره د قومونو او ولسونو مرسته او همکاري د هر بل وخت په پرتله ډېره یاده کړه.

د پکتیکا د پوهني رئیس کوچي ځاځي وویل، چې د شپې لیسې له پاره نوې جوړه شوې ودانۍ په یو وخت کې د زرو زده کوونکو ظرفیت لري:

((یوه دوولس صنفي وداني تعمیر د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو کالونو په موده کې جوړ شوی دی، د دې ودانیزو چارو څخه وخت پر وخت د پکتیکا ولایت د نشه يي توکو پر ضد ادارې او د پوهنې ریاست د انجینري ټیم له خوا نظارت شوی او د کار په مورد يې خلکو ته پوره ډاډ ورکوو.))

بلخوا د زرغون ښار ولسوالی اوسیدونکي د دې ودانۍ په جوړېدو خوښي څرګندوي او دولت ته یې د بشپړي ساتني ډاډ ورکوي.

د زرغون ښار قومي مشر ظابط زرخان وايي، چې تر دې وړاندي د دې لېسې زده کونکو تر شنه اسمان لاندې په مشکلو درسونه ویل، چې په دې سره به د دوی د زده کوونکو ستونزې حل شي:

((تاسو ته ډاډ درکوم هغه کارونه چې د خلکو له پاره ترسره کیږي، خلک به يې وساتي، موږ به شپه او ورځ د دې ودانۍ په ساتنه کې لګیا یو، د دې چاپیریال به سمسورو، زده کوونکي به ورته راولو.))

د یادولو وړ ده چې په پکتیکا کې ۳۶۰ بابه ښوونځي موجود دي، که څه هم په یاد ولایت کې ځنو ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي، خو لا هم د دې ولایت ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري، او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې خلاصې فضاء ته زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG